IQNA

  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د تفسیر ځانګړنه؛ ددین سم تعریف

8:50 - January 04, 2024
د خبر لمبر: 3488521
ایکنا-  د خراسان دعلمیه  حوزې د لوړې شورا منشي دې ته په اشارې سر ه چې له دینه د سم تعریف وړاندې کول د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د قرآن دتفسیر یوه څرګنده ځانګړنه ده ،ووئيل توحید ،ولایت، مقاومت ،تقوا ،توکل او جها او داس ځيني نور... هغه قرآني ټکي دي چې په دغه تفسیر کې ئې په ښه ډول توضیح ورکړل شوې ده.

ایکنانیوز له مشهده راپور راکوي،  د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  دقرآني لیدتوګو نړیوال کانګرس د خراسان د جامعةالمصطفی  العالمیه  په همت  او حوزوي او پوهنتوني  مرکزونو په ملګرتیا سره پرون په رضوي مقدس حرم کې  په قدس هال کې  واقع په مرکزي کتابتون کې  د رهبرس د ستر مقام د سیاسی او اجتماعي لیدتوګو دقرآني  اساس  په چورلیز توب سره  د خراسان رضوي د حوزوي ، علمي، پوهنتوني شخصیّتونو او  ولایتي مسئولانو په شتون سره پیل شو.

د اسلامی انقلاب دستر لارښود د تفسیري کړئ یو شاګرد او خراسان دعلمیه حوزې د لوړې شورا منشي حجةالاسلام فرزانه  ددغه  کانګرس په پرانیستونکو دستورو کې د ؛ رهبرۍ د ستر مقام د تفسیري نوښتونو ؛ په موضوع سره وینا وکړه .

 هغه ووئيل حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د تهران په قبا جومات کې په هغې غونډې کې چې  د شهید مطهري ،شهید مفتح  او دځینو نورو  غوره شخصیّتونو په شتون سره  ترسره شوه . د دوو لمونځونو ترمینځ  د صف سورې ډير په زړه پورې تفسیر وکړ چې ډير تود هرکلی ئې وشو  او شهید مطهري  هغه د قرآن په تفسیر کې متخصص وباله.

حجةالاسلام فرزانه  دې ته په اشارې سره چې  آیت الله خامنه اي  په ډيرو حساسو او پيچلو  اود ساډوبۍ په شرائطو کې  چې  په هغو شپو ورځو کې پر ټولنې واکمن وو، تفسیر وړاندې کاوه ،ووئيل،  د رهبرۍ ستر مقام باؤری دی ،هغه څوک د قرآن کریم تفسیر کولی شي،  چې د قرآڼ پر کلتور او فرهنګ پوهه ولرل شي او  انسان،نړۍ او د هستۍ خالق ته د قرآن  کریم نظر درک کړي.

هغه ووئيل، د رهبرۍ ستر مقام  په هغه مهال کې د قرآن تدریس کوي، چې دیني ټولنه دوه تفسیر او دوه تعبیر او دوه متضاد مهفومونه درلودل چې سم تعبیر  په اقلیت کې او ناسم تعبیر هم په اکثریّت کې ؤ ، داسې چې که  ارواښاد امام  وئيل چې شاه خاین دی ،یو بل تعبیر وئيل  شاه شیعه دی.

حجةالاسلام فرزانه  دغه راز ووئيل، حضرت آیت الله خامنه اي  په هغه وخت کې ددین،ددین دحدودو اودیندارۍ  د هدف اورسالت سم تعریف وړاندې کړ او دوي په دې باؤر درلود چې  ددین رسالت او هدف   دانسان له روح او بدن سره  د سمون خوړونکي چاپیریال رامینځةکول دي چې انسان د  هغه له لارې کمال ته رسیږي.

د خراسان د علمیه حوزې د لوړې شورا منشي  ددین  د رسالت دغه تعریف  د الهي نبیانو له رسالت سره سم وباله او وې وئيل،  د نبیانو لومړنی هدف هم دا ؤ چې  دانسان د کمال او ودې زمینه برابره کړي.   د رهبرۍ ستر مقام  هداراز ددین حدود ، د انسان او درستې ټولنې عمومی ژوند ګڼي او د دیندار په تعریف کې هم په دې اند دی چې وګړی باید دیني اعمال د امکان ترحده ترسره کړي.

حجةالاسلام  فرزانه په پاي کې   د رهبرۍ د ستر مقام قرآنی تفسیر  دهغې هیندارې په شان وباله چې  د ټولنې  دهماغې ورخې شرائط او وضعیّت په ښه ډول وګوري او درک ئې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4191628

 

captcha